جالیزی اسانتیاوې
 
دری::English
   کور زمونږپه اړه ویب کوربونه اړیکی
 
کور  
زمونږپه اړه  
ویب کوربونه  
کارونه  
.af ډومین  
شریک  
ملاتړ  
اړیکی  
 

وېب كوربَونه

د پيوستون د وېب كوربولو ارزښتناك پېكجونه د انټرنېټ په نړى كې ستاسو سوداګريو ته افغانى كور وركوي.پيوستون ستاسو د وېبپاڼو هركلى د خپلو مېلمنو په توګه كوي. 

يوه وېبپاڼه (لكه www.yourcompany.af) ستاسو د پېرودونكو په زياتولو، د كمپنې په اړه د ډېرو مالوماتو په وركولو، او له نړې سره د اړيكو په زياتولو كې ډېره مرسته كوي. تاسو كولى شى په دې وېبپاڼه كې د خپلې كمپنې خبرونه، د محصولاتو لستونه، او داسې نور معلومات خپاره كړې. 

دبرېښناليك او وېبپاڼو غوټې (پېكجونه)

 

 

مسكا 

روغبړ 

ملګرتيا 

د چا لپاره ده؟ 

د كوچنيو كمپنيو لپاره ده چې تاسو ته مسلكي وېبپاڼه او برېښناليكونه دركوي.  

د مينځني شركتونو لپاره، كوم چې د ډېرو كاركوونكو لرونكې وي. د يوې لويې وېبپاڼې او ډېرو برېښناليكونو لپاره زياتې وېب فضا ته اړتيا لري.  

د مينځنيو سوداګريو لپاره كوم چې د ډېرو اړيكو لپاره لا زياتې فضا او برېښناليكونو ته اړتيا لري. 

بيه 

۱۵۰۰ افغانې، ۳۰ امريكايې ډالره پر كال باندې 

۳۰۰۰ افغانې، ۶۰ امريكايې ډالره پر كال باندې 

۴۵۰۰ افغانى، ۹۰ امريكايې ډالره پر كال باندې 

وېب – فضا 

۱۰۰مېګابايټ 

۳۰۰ مېګابايټ 

۱۰۰۰ مېګابايټ 

برېښناليكونه 

۱۰ 

۳۰ 

۱۰۰ 

ډومېن (لكه yourcompany.af)

۱ 

۱ 

۲ 

يادونه: پورته ني بيي خدمتونودخرڅلاوماليات له ځانه سره نلری.(بيلګي په توګه . مسکا بيه دکال ۱۵۰۰ افغاني (۳۰ امریکايي ډالره)+ ۱۰٪ دولتي ماليات ۱۵۰ افغاني (۳ امریکايي ډالره), ټول ټال = ۱۶۵۰ افغاني (۳۳ امریکايي ډالره)) 

 

ځانګړى سرور

خپلواكي: مجازي ځانګړى سرور(تاسو يې پوره واك لرى): ۱۵۰۰ افغانى په مياشت كې
فضا: بشپړ ځانګړى سرور (بشپړ سېسټم ستاسو په واك كې دى) ۵۰۰۰ افغانى په مياشت كې

څنګه به سپارښتنه كوؤ

شمېرې له لارې سپارښتنه وکړئ او یاسپارښتنه کول آسان دي، تاسو کولی شئ چې د +۹۳ (۰) ۷۵ ۲۰۲۶۵۱۱ ټېلیفون

کلېک کړئ تر څو پر لیکه سپارښتنه وکړئ.

 

 
 
کور زمونږپه اړه ویب کوربونه اړیکی