.af يعنې افغانستان د انټرنېټ په نړۍ كې!! | د يوې وېبپاڼې د درلودلو لپاره تاسو په انټرنېټ كې يوه نوم (ډومېن نوم) او فضا (د وېب فضا) ته اړتيا لرى. |
په نړۍ كې هر هېواد د خپلو وېبپاڼو د ډومېن نوم لپاره يو روستاړى (پسوند) لري (لكه په امريكا كې www.yahoo.com او يا په جرمني كې www.company.de ) – په افغانستان كې د وېبپاڼو د ډومېن نوم لپاره روستاړى .af دى. په عمومي توګه .com، .net، او .org د امريكايي سازمانونو لپاره وي خو د نورو ملكو نو وېبپاڼې يې هم كارولى شي كه چېرې دا روستاړي وپېرودي. .af نوم دى د افغانستان لپاره – تاسو كولى شئ د خپلې وېبپاڼې لپاره د ډومېن نوم د .af تر لاندې راجسټر كړئ لكه www.company.af . تاسو كولى شئ چې د دوېمې درجې ډومېن نوم د خپل سازمان لپاره غوره كړئ كوم چې ستاسو د سازمان د ځانګړتياؤ سره برابر وي. .com.af | د سوداګريز شركتونو لپاره | .net.af | د نټورك، ټېليفون او پرليكه آسانتياؤ د وړاندې كوونكو لپاره | .org.af | د انجيو ګانو او تنظيمونو لپاره | .edu.af | د ښوونيزو ټولنو، ښوونځيو، او پوهنتونونو لپاره | .gov.af | د دولتي ادارو او وزارتونو لپاره |
بيېدډومين ډولونه | دثبت بيه | دګډون بيه | ټول لګښت | (.af) ځايي ډومين | دکال ۲۵۰۰ افغاني (۵۰امریکايي ډالر) | دکال ۵۰۰ افغاني (۱۰امریکايي ډالر) | دکال ۳۰۰۰ افغاني (۶۰امریکايي ډالر) | (.com.af)ځايي ډومين | دکال ۱۰۰۰ افغاني (۲۰امریکايي ډالر) | دکال ۵۰۰ افغاني (۱۰امریکايي ډالر) | دکال ۱۵۰۰ افغاني (۳۰امریکايي ډالر) | (.com)نړیوال ډومين | دکال ۱۰۰۰ افغاني (۲۰امریکايي ډالر) | دکال ۰ افغاني (۰امریکايي ډالر) | دکال ۱۰۰۰ افغاني (۲۰امریکايي ډالر) |
لپاره ددی چی تاسي يو ويب پاڼه ولری تاسي دی ته اړتيالری چي په انټرنت کی ويب پاڼی لپاره ځای اونوم ولری. يادونه: پورته ني بيي خدمتونودخرڅلاوماليات له ځانه سره نلری.(بيلګي په توګه .دويمه درجه دومين (.af)بيه دکال ۲۵۰۰ افغاني (۵۰ امریکايي ډالره) +دثبت بيه ۵۰۰ افغاني (۱۰ امریکايي ډالره)+۱۰٪ دولتي ماليات ۳۰۰ افغاني (۶ امریکايي ډالره), ټول ټال=۳۳۰۰ (۶۶ امریکايي ډالره)) د سپارښتنې لپاره(اړيكتيايي معلومات) |